سیمین بارکزۍ خپله وصیت نامه وړاندې کړه
سلام خان سلام خان

سیمین بارکزې چې له لسو ورځو راپدیخوا یې د ډوډی نخوړلو اعتصاب کړی، نن یې د رسنیو په وړاندې خپل وصیت اعلان کړ ،میرمن بارکزی خپل د مړیني مسئولین ولس مشر کرزی، لومړی مرستیال محمد قسیم فهیم، د انتخاباتو د کمیسیون ریس فضل احمد معنوي او د ولسي جرګې ریس عبدالروف ابراهیمي و بلل ،شاوخوا دوه میاشتې دمخه د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون  وروسته له ډېرو لانجو د ولسي جرګې نهه غړي سلب صلاحیت کړل او پرځای یې د معترضو کاندیدانو له ډلې نهه کسه ولسې جرګې ته واستول ،له قانون څخه د ملاتړ ائتلاف غړې او د هرات د خلکو استازې سیمین باکزۍ چې د نهو بېواکه شویو کاندیدانو له ډلې څخه ده د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دغې پرېکړې په وړاندې د اعتراض په ډول د تلې  په لسمه د ملي شورا مخ ته خوراکي اعتصاب پیل کړ.

سیمین بارکزۍ د خپل خوراکي اعتصاب مقصد خپلو غوښتنو ته رسېدل او د قانون ماتونې په وړاندې سوله ییزه درېدنه ښی ،هغی دخپل اعتصاب په لومړیو ورځو کی ویلی ول.که څه هم په افغانستان کې تر اوسه په ښځو باور نه کېږي خو زه لومړنۍ ښځه یم چې دا اقدام مې وکړ، زه باور لرم چې تر اوسه وجدانونه ژوندي دي، تر اوسه داسې انسانان شته چې واقعا د عدالت لپاره مبارزه کوي هغوۍ شاید زما غږ واوري او د خاینانو او قانون ماتوونکوچې هره ورځ قانون ماتوي ، بې عدالتي کوي او مظلومان وژني  له غوږونو پخته لرې کړي تر څو زما غږ واوري او بدلون راشي ،که بدلون راهم نشي  زه به نن قرباني شم خو راتلونکی نسل او تاریخ به دا ووایي چې سیمین بارکزۍ چوکۍ نه غوښته، ما د چوکۍ لپاره دا کار نه دی کړی کنه ډېرې ښې چوکۍ ماته وړاندیز شوې ،ما د حق او عدالت لپاره دا کار کړی. هغه اسناد چې زه په لاس لرم  په خپله د ټاکنو خپلواک کمیسیون دغه نوي کسان پکې متقلب ګڼلي

سیمین بارکزۍ چې په خپله خیمه کې پرته ده او ډېره کمزورې شوې معلومیږی داهم ویلی دی  چې د ښځې فریاد څوک نه اوري،خو  دا به تر هغه وخته خپل اعتصاب ته ادامه ورکوي چې یا یې غوښتنې ومنل شي او یا مړه شي ،نوموړی خپلو غوښتنو د بیانه ولو په طرځ کی ویلی دی چی یوازی په دغو لاندنیو حالاتو کی زما غذایی اعتصاب ختم کیدای شې

الف : د ژوند پای ته رسېدل

ب: د معتبرو ملی او نړیوالو ادارو له خوا زما د دغو غوښتنو منل.

 د ملي او نړیوالو ادارو لخوا زما او د اتو نورو بېواکه شویو استازیو د دوسیو څېړنه --1

۲ـ د ټآکنو د خپلواک کمیسیون لخوا دې پوښتنې ته د قناعت وړ ځواب ورکول چې ولې او په څه دلیل دغه نهه کسان په سر کې متقلب اعلان شول او وروسته بېرته ولسي جرګې ته راوستل شول

۳ـ زموږ د دوسیو تر څېړنې په ولسي جرګه کې د نهو انتسابي وکیلانو نه ګډون

سيمين بارکزۍ د خوړو د اعتصاب په نهمه ورځ خپله وصيت نامه ولوسته او ويې ويل، چې د مړينې مسووليت به يې د ولسمشر او نورو لوړپوړو دولتي چارواکو پرغاړه وي ،سيمين بارکزۍ د ولسي جرګې د تېر کال په ټاکنو کې له هرات څخه دې  جرګې  ته لار ومونده، خو د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د وروستۍ پرېکړې له مخې، دې او  اتو نورو کسانو خپلې څوکۍ له لاسه ورکړې

نوموړې نن د خبريالانو پر وړاندې په داسې حال کې، چې  په ډېر ټيټ غږ يې په ياده خېمه کې خبرې کولې، خپله وصيت پاڼه ولوسته ،بارکزۍ په خپله وصيت پاڼه  کې وويل، چې که مړه شي، نو مسووليت به يې د ولسمشر حامد کرزي، د ولسمشر د مرستيال محمدقسيم فهيم، د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د مشر فضل احمد معنوي او د ولسي جرګې د  رييس عبدالرووف ابراهيمي پر غاړه وي، دې له خپل مېړه  څخه بښنه وغوښته او ويې ويل، چې که مړه شوه، نو ماشومانو، په تېره  بيا احسان نومي زوى ته به يې ډېره پاملرنه کوي ،بارکزۍ خپلو خپلوانو ته په خطاب کې وويل، چې د مرګ په اړه يې خواشيني نه شي؛ ځکه چې د دې په وينا، د عدالت د ژوندي کولو لپاره مړينه د خواشينۍ پرځاى د وياړ خبره ده ،هغې د ولسي جرګې له  قانون څخه د ملاتړ له ايتلافه، چې دا يې هم غړې وه، وغوښتل، چې که مړه شوه، نو د د اعتصاب د خېمې پر ځاى دې خاورو ته وسپاري

د سيمين بارکزۍ خاوند (د تلې ١٧مه) په کابل کی ورسنیو ته ویلی دی: (( چی په لومړۍ ورځ مې خپلی میرمنی ته  وويل، چې څوک پاملرنه نه کوي، خپل ژوند په خطر کې مه اچوه ))

 دسیمین بارکزی خاوند محمد بارکزی ویلی دی چی که چېرې مې د مېرمنې ټاکنيزه دوسيه ونه څېړل شي او د مړينې لامل يې شي، نو مسووليت به يې د ملګرو ملتونو، د ټاکنو د خپلواک کمېسيون او دولت په غاړه وي

دا د سيمين بارکزۍ د خاوند محمد بارکزي وينا ده، چې د خپلې مېرمنې خواته، چې په نيمه بېهوښۍ حالت کې وه، ناست و ،هغه زياته کړه، چې د مېرمنې د نه خوړو د اعتصاب لامل د څوکۍ يا کوم بل مقام ترلاسه کول نه دي؛ يواځې غواړي چې په هېواد کې د قانون تر پښو لاندې کول پاى ته ورسېږي ،د محمد بارکزي په وينا، د اعتصاب اتمه ورځ تېرېږي؛ خو دولت د هغه د مېرمنې د حقوقي دعوا د څېړنې لپاره کوم اقدام نه دی کړی پای 


October 10th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها